د ترکیې هېواد یو شمېر پانګوالو په افغانستان کې د اوبیزو پروژو د پلي‌کولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۶:۵
۱

8/9/1404 هـ ل

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ترکیې هېواد د پانګوالو له یوې ډلې او د عوفي بهرام شرکت له رئيس سره د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د یوې ناسته په ترڅ کې خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په افغانستان کې داوبو په برخه کې د زیربنایي پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او د ترکي شرکتونو د مشارکت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو معین، مهمې پروژې لکه د کابل – پنجشیر د اوبو لېږد پروژه، د للندر شاتوت بند پروژه او څو نورې مهمې پروژې، ترکي لوري ته د پانګونې لپاره د مناسبې زمینې په توګه وړاندیز کړې.

ترکي پانګوالو هم همکاري ته د لېوالتیا په څرګندولو سره ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د اوبیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې پانګونې او مشارکت ته بشپړ چمتووالی لري او نور عملي اقدامات به تر لاس لاندې ونیسي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu