د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د سړک جوړولو پروژې چارې بشپړې او د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۴۸
1

د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د سړک جوړولو پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او ورسره مل پلاوي او د کاپیسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش، د ام، سي، سي، ام، جم شرکت مسؤل ښاغلي لي بین تائو، د تګاب ولسوال محترم مولوي خلیل الرحمن ابراهیم او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی سړک د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پورتنۍ، کښتنۍ او د بند محور څانګو ته وغځيد چې ۸ کیلو متره د باغدرې برېښنا بند تر محوره، ۱۰ کیلو متره د بند تر کښتنۍ او ۴ کیلو متره د بند تر پورتنۍ برخې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

همدارنګه، د انرژي معین او ورسره مل پلاوي د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د جیوفزیک او جیوتخنیک د امکان سنجي مطالعاتو  د چارو له بهیره څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

همدغه راز، محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د پایدارې انرژي عمومي رئيس د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجي مطالعاتو په هکله رسنیو ته اړین معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۵
Background image

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د تخار له والي سره په کندز ولایت کې د اوبو کموالي د ستونزې په هکله خبرې، اترې وکړې

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار له والي او د دغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره وکتل او د کندز ولایت د خان آباد،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۴۴
Background image

د ننګرهار د اوبو او انرژي رئيس له زلزله‌‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه کنړ ولایت ته سفر وکړ

د ننګرهار د اوبو او انرژي رئيس محترم سید فضل احد هاشمي د کنړ ولایت د نورګل ولسوالي مزار درې سیمې ته له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه سفر وکړ.

ښاغلي هاشمي له نوموړې سیمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

غور ولایت کې د دوه چکډمونو د جوړولو چارې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې

د غور ولایت په فېروز کوه ولسوالي کې د پیلوي سرخ چکډم او په لعل و سرځنګل ولسوالي کې تمبر ممبرتو چکډم د جوړولو چارې د غور د اوبو او انرژي رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله آماني، ددغه ریاست. . .

بیرته تګ

User account menu