د تېرې ادارې پر وخت د کاپیسا د سیندیزې فرعي حوزې د پروژو د څېړنې او د فزیکي سلنې د پرمختګ چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۵۰
1

"د پورونو د تثبیت کمېټې" مسؤلینو د تېرې ادارې پر وخت د کاپیسا د سیندیزې فرعي حوزې د پروژو د څېړلو او فزیکي سلنې پرمختګ په موخه د نوموړې حوزې له رئيس محترم انجنیر کاوه خروش سره وکتل او د نوموړې موضوع په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي خروش د نوموړې کمېټې مسؤلینو ته په تېره اداره کې د دغې حوزې د پروژو د څېړلو او د فزیکي پرمختګ د سلنې په هکله د هر راز همکارۍ ژمنه ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړې کمېټې په ترکیب کې د مالیې وزارت، د تفتیش عالي ادارې او د اوبو او انرژي وزارت استازي شامل دي.

له بلې خوا، د کاپیسا د سیندیزې فرعي حوزې او د کاپيسا ولایت د پوهنې د محترم ریاست د مسؤلینو په همغږي سره د نوموړې حوزې د ۱۷ تنو اجیرانو، کم لوستو او نالوستو موټروانانو او دوه تنه امنیتي ساتونکو ته د نهه میاشتو لپاره د لیک- لوست کورس په لاره واچول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۵۷
Background image

غزني ولایت کې د موټر مينځلو ځایونو مالکینو ته د اوبو د سپما په هکله اړینې سپارښتنې وشوې

د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د موټر مینځلو ځایونو له مالکینو سره وکتل او د اوبو د سپما په هکله اړینې سپارښتنې وکړې او  د ځمکې لاندې اوبو د کړنلارې او د ریسایکل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۵۲
Background image

غزني ولایت کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې دي

د غزني ولایت په ناوې ولسوالي کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې، چې شاړې ځمکې به خړوبې شي.

په دغه کاریز کې په داسې حال کې اوبه راوتلې دي، چې د نوموړي کاریز په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه  

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی‌زي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني. . .

بیرته تګ

User account menu