د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه
د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم د شمال سیندیزې حوزې د یو شمېر انجنیرانو په ملتیا د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي په شورتپه کلي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي سلیمي د یادې پروژې مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه لازم هدایات ورکړل.
همدارنګه د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د قرقین له ولسوال او یادې ولسوالي له یو شمېر خلکو سره هم وکتل.
