د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د ګلوریا مشورتي او سوداګریز شرکت له مرستیال سره وکتل

د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د ګلوریا مشورتي او سوداګریز شرکت له مرستیال محترم ثاقب الله علیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د کاریزونو د بیارغونې د سروې او ډیزاین په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
نوموړی شرکت د یونیسکو سازمان له لوري تمویلیږي او غواړي چې په یاد ولایت کې د کاریزونو د بیارغونې سروې او ډیزاین ترسره کړي، چې د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس له لوری ورته یو شمیر سیمې مشخصې او د همکاري ډاډ هم ورکړل شو.