د خوست ولایت په دریو ولسوالیو کې د انرژي سرچینو د پېژندلو سروې ترسره شوه
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د سویل ختیځ زون د انرژي د چارو د تنظیم مسؤلینو د خوست ولایت په ځاځي میدان، صبریو او باک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د مایکرو هایدرو پلانټونو او سولري سټیشن لپاره موقعیتونه په ګوته او سروې کړل.
همدارنګه د نوموړي آمریت مسؤلینو د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت سره وکتل او د نوموړو پروژو د سروې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.