د دعوت او ارشاد رئیس د هریرود-مرغاب عمومي حوزوي ریاست له مسئولینو سره ناسته وکړه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف د هریرود-مرغاب عمومي حوزوي رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د هغه ریاست له کارکوونکو سره د شرعي احکامو او د رسول اکرم (ص) سنتو د تطبیق په هکله ناسته ترسره کړه.

په دغهٔ ناسته کې ښاغلي مستوفي آغا د نوموړي ریاست د کارکوونکو لخوا د شرعي احکامو او نبوي سنتو د تطبیق او پیروي په هکله پوره اطمینان ورکړ.

د دغه ناستې په دوام کې ښاغلي عارف د دعوت او ارشاد موضوعاتو، د شرعي احکامو او د محمد مصطفی (ص) د سنتو د تطبیق په تړاو د بشپړو توضېحاتو د وړاندې کولو سربېره، د نوموړي ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې  په خپلو دنیوي او وظیفوي چارو کې پر تقوا، آمانت دارۍ، غوره سلوک، د الهي اوامرو او د رسول الله (ص) د سنتو پاپند واوسي، هغه زیاته کړه چې د شرعي احکامو تطبیق یو نه بدلېدونکی اصل دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu