د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي او روزنیز سمینار د حسد او د اسلام له نظره د هغه د حکم په هکله ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۴:۴۶
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د عوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شو.

د یاد سمینار په پیل کې د قرآن عظیم الشان څو آیاتونه د وزارت د جومات د ملا امام ښاغلي مولوي سید هارون له خوا قرائت شول او وروسته د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن د اسلام له نظره د حسد او د هغه د عواقبو په هکله خبرې وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس حسد د کبیره ګناهونو له ډلې څخه یوه لویه ګناه وګڼله او د هغه د آثارو او عواقبو په هکله یې بشپړ معلومات د وزارت کارمندانو ته بیان کړل.

همدارنګه ښاغلي عارف ټول کارمندان د حسد څخه د پرهیز او د کبیره ګناهونو څخه لرې والي ته وهڅول او غونډه له خدای(ج) څخه له حسد څخه د نجات د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې یو شمېر کسان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

بیرته تګ

User account menu