د ذي الحجې میاشتې د لومړۍ لسیزې د فضیلت او ارزښت په هکله د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي بیانیه وړاندې شوه
دغه بیانیه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي ګل رحمن عارف له لوري د دغه وزارت د کنفرانسونو په عمومي تالار کې د ګڼ شمېر کارمندانو په شتون کې وړاندې شوه.
د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په دغه بیانیه کې د ذي الحجې میاشتې د لومړۍ لسیزې د ارزښت، فضیلت او ځانګړتیاوو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دغو ورځو کې د نیکو اعمالو ترسره کول د لوړ ارزښت درلودنکی دی.
هغه په خپلو خبرو کې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د نیکو اعمالو په ترسره کولو سره دغه د لوړ ارزښت لرونکو ورځو درناوی وکړي او په دې ورځو کې د نیکو اعمالو په ترسره کولو کې هڅې وکړي.