د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۸:۲۵
1

په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب الرحمن عمر، د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي ملګري وو او د نیمروز له والي سره تر لیدنې وروسته یې له کمال خان بند څخه هم لیدنه وکړه. د نیمروز ولایت له والي سره د دې ولایت د خلکو د اوبو د ستونزو د حل او کرنیزو ځمکو ته د پر وخت اوبو رسولو د بحث تر څنګ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوي د کمال خان بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اوبو د ذخېرې د ظرفیت د زیاتوالي، د اړونده کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کي د چارو د ښه مدیریت په اړه اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښووني وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه. په پای کې محترم ملا صاحب  د بند د پارچاوې او د اوبو کنټرول په اړه د تخنیکي انجنیرانو نظرونه واورېدل او په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu