د زابل ولایت د توري بند پروژه پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې
د زابل ولایت د توري بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د زابل ولایت د مرستیال والي ښاغلي سلیمان آغا بهیر، د ملي پراختیا شرکت د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي عادل د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د زابل ولایت د قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې په رسمي توګه پيل شوې.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یادې پروژې د پرانیستنې په وخت کې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو رښتینې خادمان وبلل او څرګنده یې کړه چې مونږ د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د رښتینې خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو.
ښاغلي منصور په اوسني شرایطو کې د اوبو پروژو د پلي کولو ارزښت ته په اشارې سره، د دې پروژې د ډیزاین بشپړېدل او د عملي چارو پیل د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام و باله او د دې پروژې ارزښت یې د زابل د خلکو لپاره حیاتي وګاڼه.
همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده توري بند د پرانیستې په بهیر کې وویل چې د اوبو او انرژي وزارت به د خپل پلان سره سم د اوبو د مدیریت په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړي چې ان شاالله د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې شاهد و اوسي.
د پروګرام په دوام کې د ملي پراختیا د شرکت مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي عادل په لنډه توګه د دې پروژې د ارزښت په هکله اشاره وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دې پروژې په پلي کولو کې به دخپلو ټولو هڅو څخه ګټه پورته کړي.
په ورته مهال، د زابل د والي مرستیال ښاغلي سلیمان آغا بهیر، د زابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا عبدالکریم ذوالفقار، امنیې قوماندان او یو تن قومي مشر په خپل وار سره د دې پروژې د پلي کېدو څخه هر کلی وکړ او د دې ډول لازیاتو پراختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.
د یادولو وړ ده،چې د توري بند پروژه د زابل ولایت د مرکز، قلات ښار په څلور کیلو متري کې موقعیت لري، یاد بند د ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د موسمي سیلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په موخه د اوبو او انرژي وزارت د انجنیرانو له خوا ډیزاین شوی دی.
توري بند د ۲۵ متره لوړوالي په درلودو سره د ۹/۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي چې په زرګونه کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.
د یاد بند چارې به د ۹ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
