د زرمت ولسوالۍ د سيلاب او وچکالۍ تر زيان لاندې ساحو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۱:۳۸
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ډلې له لوري زرمت ولسوالۍ ته د درې ورځني کاري سفر په ترڅ کې د سيلاب او وچکالۍ تر زيان لاندې ساحو لومړنۍ سروې بشپړ شوه.

دغه سروې، چې په راتلونکي کې د سيلاب او وچکالۍ د ګواښونو د کابو کولو په موخه په پام کې نيول شوې ده؛ له ډلې يې د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د 10 عدده چکډمونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

همدارنګه نوموړې تخنیکي ډلې '' د اوبو د سکتور د پروژو د بهبود له لارې د بيړنيو بشري مرستو رسولو'' تر سرليک لاندې پروګرام لپاره د يادې ولسوالۍ د 7 عدده د اوبو حوضونو، 3 عدده د اوبو چېنې او 4 عدده کارېزونو ابتدايي سروې هم ترسره کړه.

ياده دې وي، چې د ولايت اړوندو ټولو سيمو کې د يادې سروې له بشپړېدو وروسته به ترلاسه شوې تخنيكي ډيټا د نورو کړنو په موخه مرکز ته وليږدول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

 په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده

د لاندنې کابل (جلال آباد) سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په بهسودو او سرخ‌رود ولسوالیو کې له ۲۵ کړیو څارنیزو څاګانو څخه د روان زېږدیز کال د اپریل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

بیرته تګ

User account menu