د سترو پروژو د څېړنې پلاوي د رهبري په ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت دوه نور ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شول

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۱:۴۳
1

یاده ناسته  د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د کلیو پراختیا، کرنې، ټولګټو، مالیې، اقتصاد وزارتونو د معینانو او استازو او د اوبو او انرژي وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر تخنیکي مسؤلیو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د پروژو دوه قراردادونه د یادو پروژو د وضعیت د معلومولو، روڼتیا، اصلاح او د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه و څېړل شول او  یاد پلاوي د هغوی په هکله په هر اړخیزه توګه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu