د سرپل ولایت سیندیزې فرعي حوزې مسؤلانو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خوړو د بحران د مخنیوي لپاره د خوړو په مقابل کې د کار پروګرام پرانیست.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۰:۱۰
1

د خوړو په مقابل کې د کار پروګرام د سرپل ولایت د سیندیزې حوزې ریاست د کلیو او بیارغونې ریاست او د شهدا او معلولینو ریاست په همکاري د سرپل ولایت په توغني، خیرآباد او آسیا آباد کلیو کې رسما پرانیستل شوه.

د سرپل ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالوکیل یاسر د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې د سرپل ولایت په توغني کلي کې وویل: د اسلامي مارت مشرانو تصمیم نیولی چې دهغو کسانو لپاره چې د بیوزلۍ او د کار نه شتون څخه سرټکوي د خوړو په مقابل کې د کار پروګرام په لاره واچوي، ترڅو د دې لارې د بیوزلو کسانو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: ۱۳۰۹ متریک ټنه غنم د سرپل ولایت ونډه د خوړو په مقابل کې د کار پروګرام څخه وه چې په پشپړ ډول د مزارشریف د سیلو څخه دې ولایت ته لېږدول شوي دي او همدارنګه د ولسوالیو ونډه هم لېږدول شوي ده چې کار مو په همهاله ډول پیل کړه چې د ۱۲۰۰۰ زره تنو په شاوخوا کې د ولایت په مرکز کې په کار ګمارل شوي دي.

د سرپل ولایت د سیندیزې حوزې رئيس مولوي عبدالوکیل یاسر وویل: د دې پروګرام له لارې مونږ د خپلې ګټې لپاره کار کوو او حکومت زمونږ د ملاتړ لپاره غنم راکوي، او د خلکو او بزګرانو څخه و غوښتل چې خپل کار په رښتیني ډول ترسره کړي

د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې په واسطه د عمومي او فرعي کانالونو کیندنه او د سیند په څنډو کې تحکیم کاري او په لسګونه نورې ټولګټې پروژې ترسره شوې او د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه چمتو شوي چې په ورځنې ډول د دې ولایت په مرکز او کلیو کې  تر ۸۰۰ ډېر کسان په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu