د سلما بند د اوبو د خوشي کولو په پار ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د هرات والي محترم مولانا نوراحمد اسلام جار، د لاندني هریرود- سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل او د هریرود سیند په اوږدو کې د ۸ ولسوالیو د استازو په ګډون د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د یاد بند اوبه دې د ۲ ـ ۲ ـ ۱۴۰۲ نیټې څخه د شپږ نیمو شوا روزو لپاره بر ولسوالیو(چشت شریف ، اوبه او پښتون زرغون) وروسته د پنځو شوا روزو لپاره دې ګذرې او انجیل ولسوالیو او په پای کې د اووه شوا روزو لپاره کوزو ولسوالیو (زنده جان، غوریان اوکهسان) ته خوشي شي.
