د سمنګان ولایت خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس د اکتید مؤسسې له مسئول سره لیدنه وکړه
د سمنګان ولایت خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي محب الله عادل د اکتید مؤسسې له مسئول سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یادې سیندیرې فرعي حوزې رئیس د اوبو په برخه کې د ډېرو پروژو د تطبیق د غوښتنې سربېره، یادونه وکړه چې دغه حوزه په پام کې لري تر څو د اوبو په سکتور کې یو ټولیز او منظم پلان جوړ کړي.
په دې حال کې، د یادې مؤسسې مسئول د ډیزاین شوو پروژو د پلي کېدو د ژمنې تر څنګ، په یاده برخه کې د دغې حوزې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.