د شاهروان عمومي کانال د حریم د غصب او د اوبو د ککړتیا د مخنیوي په هکله د تالقان په سیندیزه فرعي حوزه کې غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مولانا صبغت الله قانع تر مشري لاندې، د اقتصاد او امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو رئیسانو، د تخار ولایت د علماوو شورا، د چاپیریال ساتني او ښاروالي استازو، د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنې رئیس او د شاهروان عمومي کانال میراب باشانو په ګډون کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د شاهروان عمومي کانال د حریم د غصب او اوبو د ککړتیا د مخنیوي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
