د شاه روان عمومي کانال د اوبو ګټه اخیستونکو ناسته ترسره شوه
د شاه روان عمومي کانال د اوبو ګټه اخیستونکو ناسته د تالقان په سیندیزې فرعي حوزې کې ترسره شوه او د نوموړي کانال د بستر او حریم د بیرته راګرځولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د شاه روان کانال د اوبو ګټه اخیستونکو یو پلاوی دې د ولایت مقام او نورو اړوندو ادارو له ټاکل شوې کمیټې سره د نوموړي کانال د بستر او حریم د بیرته راګرځولو په برخه کې همکاري وکړې.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی کانال 90 کیلومتره اوږدوالی لري او د تخار ولایت په تالقان، بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي.
