د شاه و عروس بند د ستونزو د هوارولو په هکله تخنیکي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې ترسره شوه، یو شمېر رئيسانو د شاه و عروس بند د وضعیت په هکله خپل وروستي راپورونه د اوبو له معین سره شریک کړل.
د ناستې په بهیر کې ، د پروژې د ستونزو د هوارولو او د چارو پر چټکتیا باندې بحث او د نظر تبادله وشوه او ښاغلي معین رئيسانو ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل.
