د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د سروې او ډیزاین له ټیم سره وکتل
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړتیاوو عمومي ریاست د سروې او ډیزاین له ټیم سره وکتل او په فاریاب ولایت کې د پلان شوو پروژو د تخنیکي سروې په هکله خبرې، اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د دغه وزارت د سروې او ډیزاین ټیم په فاریاب ولایت کې د پروژو د تخنیکي سروې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس له نوموړي ټیم سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې له دغه ټیم سره د همکاري په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
