د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د بلخ ولایت له یو شمیر اوبومیرانو او کروندګرو سره وکتل
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوی عبدالحکیم حاجي حکمت د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالي او سیاه ګرد کلي له یو شمیر اوبومیرانو او کروندګرو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د مازادو او فاضلابو اوبو د ګټې اخیستنې په اړه خبري وکړي او ویې ویل؛ چی د باران او فاضلابو اوبو څخه باید په سمه توګه د چاپېریال په ساتلو سره په کرنیزو ځمکو کې ګټه واخیستل شې.
په دې لیدنه کې د جوي امان باي، جوي علي چوپان او جوي ایشان امان باي د حقابو اړونده ستونزو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
په پاي کې اړونده مراجعو ته هدایت ورکړل شو ترڅو د کروندګرو په حقابو کې شته ستونزو ته ژرترژره رسیدګي وکړي.
