د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د سرپل فرعي سیندیزې حوزې له رئیس سره وکتل
د شمال سیندیزی حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د سرپل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي عبدالوکیل یاسر سره لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د یو ګډ تخنیکي ټیم پر ټاکل کیدو باندې هوکړه وکړه، چې یاد تخنیکي ټیم دې د سرپل ولایت کوهستاناتو ولسوالۍ ته سفر وکړي او د چراس او ککرک د اوبو د لېږد په اړه هغو سیمو ته چې د اوبو د کمښت سره مخ دې، و لېږدوي.
