د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل پلاوي د قوشتپې کانال د کاري سيمي څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۴:۵۵
1

دغه کانال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالي کې موقعیت لري او د هیواد په کچه لومړنۍ لوی کانال شمېرل کیږې چې  ۵۵۰۰۰۰ هکتاره ځمکې خړوبوي.

نوموړی کانال په دریو فازونو ویشل شوی،  لومړۍ فاز یې چې مجموعا ١٠٨  کیلو متره اوږدوالی لری، چې لدې ډلې څخه تر اوسه پورې  ٤٢ کیلو متره باندې کار جریان لري، او د کلدار ولسوالی د جغ جغ کلي څخه تر دولت آباد ولسوالي پورې رسیږي، دوهم فاز یې له دولت آباد ولسوالي څخه پیل تر آقچې ولسوالي پورې رسیږي او  دریم فاز یې له آقچې ولسوالي څخه پیل تر اندخوی ولسوالي پورې رسیږي.

 د نوموړي کانال د جوړیدو څخه موخه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو د کرنیزو ځمکو او دښتو خړوبول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu