د شمال سیندیزې عمومی حوزې رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو
د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د لزوم دید او د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم پر بنسټ، محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د شمال سیندیزې عمومي حوزې د رئيس په توګه وټاکل شو او د یوې غونډې په ترڅ کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.
په دغه غونډه کې، د شمال سیندیزې عمومي حوزې پخواني رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د دغې حوزې نوې رئيس ته د مبارکي ترڅنګ، په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه.
د غونډې په دوام کې، د شمال سیندیزې عمومي حوزې نوي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی په خپلو خبرو کې د کارمندانو ترمنځ د چارو په پرمخ وړلو کې پر یووالي او صداقت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ورسپارل شوې دنده به په بشپړ صداقت او اخلاص سره پرمخ یوسي.
