د صیاد ملي پارک د استنادي دېوال ۹۶ سلنه چارې بشپړې شوي.
د پایتخت باغ چې د کاپيسا ولایت په صیادو سیمه کې موقعیت لري، د جلالتماپ ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د (پایتخت باغ) نومولو وروسته یې چارې پيل شوې وې.
د دغې لوې پروژې د استنادي دېوال برخه د ۹۷۱۰ مټرو په اندازه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې پر مخ وړل کیږي؛ تر اوسه پورې یې ۹۶ سلنه چارې بشپړې شوي چې مالي لګښت یې د IRDP پروژې لخوا ورکول کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
