د عبادت د اهمیت په هکله د دعوت او ارشاد اصلاحي او روزنیز سمینار ترسره شو
یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د جومات د امام ښاغلي مولوي سید هارون له خوا د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پيل شو او همدارنګه د سمینار په پیل کې مبلغ ښاغلي عبدالواحد میاخیل د شکر د اداکولو د اهمیت په هکله لنډه مقدمه وړاندې کړه.
د سمینار په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف د خدای(ج) د عبادت، د قرآنکریم د تلاوت او د خدای(ج) د ذکر د ترسره کولو په هکله خبرې وکړې.
ښاغلي مولوي عارف د قرآنکریم د آیتونو په استناد سره د انسان د خلقت تر ټولو مهمه موخه عبادت بیان کړ او یادونه یې وکړه چې د انسان عمر هغه وخت ارزښتناکه دی چې د خدای(ج) د عباداتو په ترسره کولو کې تیر شي.
د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس له ټولو کارمندانو څخه و غوښتل چې د وخت او د خپلې ځواني ارزښت ته پام وکړي او له دې دوو سترو پانګو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي. همدارنګه هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د حاکمانو له فرامینو څخه پيروي د ټولنې پر هر وګړي او په ځانګړې توګه د ادارو پر کارمندانو باندې واجب ده، د اسلامي امارت حاکمان په خپلو چارو کې رښتینې دي او هغه دساتیر ورکوي چې د شریعت له نظره جایز او زمونږ د دنیا او آخرت په ګټه وي. هغوی مونږ له هغه چارو څخه چې زمونږ د دنیا او آخرت په تاوان وي، منع کوي.
د یاد سمینار په پای کې، ښاغلي عارف د خدای(ج) له دربار څخه د ټولو ګډونوالو لپاره د رښتینې خدمتونو د وړاندې کولو د توفیق غوښتنه وکړه.
