د عزیزي ګروپ شرکت له استازو سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۷
1

له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په چارو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، یوه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پانګونې د جلب او جذب رئيس محترم مولوي رحمت‌ولي رحماني، د وزارت د تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي ګروپ شرکت د استازو په شتون کې د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي په برخه کې د عزیزي ګروپ شرکت د پانګونې لېوالتیا ، د دغو طرحو د ترسره کولو په موخه د اړینو همکاریو او د پروژو لومړیتوبونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د عزیزي ګروپ استازو وویل، دغه شرکت هوډ لري چې په اوږدمهاله کې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه نږدې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي. هغوی زیاته کړه، چې د دغې پانګونې لپاره یې بشپړ پلان چمتو کړی او په لومړي قدم کې د ډبرو سکرو او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید پروژو ته لومړیتوب ورکوي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس او د پانګونې د جلب او جذب رئيس د دغه نوښت هر کلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره اړینې زمینې چمتو شوې او د انرژي د تولید لپاره کافي سرچینې شتون لري.  هغوی د انرژي پروژو ارزښت او د خلکو هیلو ته په اشارې سره د دغو طرحو پلي کولو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې، دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د دغو پروژو د چارو د پرمخ  وړلو په برخه کې لا اړینې همغږي او همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

25 رمضان 1447 هـ ق

23 حوت 1404 هـ ل

د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

بیرته تګ

User account menu