د عزیزي ګروپ شرکت له مسؤلینو سره د نوموړي شرکت له لوري د انرژي په پروژو کې د پانګونې چارو د پرمختګ د څېړلو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۳:۱۸
1

دغه ناسته نن، شنبه( د ۱۴۰۴ هـ ل کال د وږي ۲۲) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او د عزیزي ګروپ شرکت د تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د وزارت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د وزارت او عزیزي ګروپ شرکت تخنیکي مسؤلینو د انرژي پروژو د پېژندنې او د پروژو ټاکلو وروستي کولو په برخه کې د پرمختګ او د راتلونکو پړاوونو د پرمخ وړلو د څرنګوالي په هکله بشپړ راپور د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام حضور ته وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي وزیر د تخنیکي ټیمونو د راپور تر اورېدلو وروسته، د چارو پر چټکتیا باندې د ټینګار ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت به په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ چمتو کړي.

د یادونې وړ ده، چې د عزیزي ګروپ شرکت د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې تر دې مخکې له دغه وزارت سره لاسلیک کړی، ټاکل شوي ده چې په هېواد کې د انرژي په پراختیایي پروژو باندې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید په وړتیا پانګونه وکړي. د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه د دغې پانګونې لومړنۍ چارې په ګډه سره پيل کړې، چې تر اوسه پورې په دې برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu