د غزني تر کندهاره د  220 کیلو ولټه د بریښنا مزی د پروژي د تسلیمي څځه څارنه وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۴:۱۹
1

د انرژي د پراختیایي پروژو د کیفیت د کنترول رئیس محترم انجنیر ناصرشاه وزیري، د انرژي د څارني او ارزوني رئیس محترم مولوي محمد رسول جواد او د انرژي معېنیت تخنیکي سلاکار محترم انجنیر رفیع الله وردک د کندهار څخه تر غزني ولایت د 220 کیلو ولټه بریښنا پروژي د لیږدولو څځه څارنه وکړل.

د یادي پروژي چاري ددي پروژي د مالي ملاتړ کوونکي لخوا وځنډول شو او د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې یې مالي برخه د مالي ملاتړ کوونکي لخوا فسخ شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ د یادي پروژي د تسلیمولو چاري د قراردادي شرکت څخه پیل او د رئیس الوزرا د حکم د تطبیق په موخه د اوبو او انرژي وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د ریاست څخه یو ګډ پلاوی د ۶ ټیمونو په چوکاټ کي د پروژي په مختلفو برخو کې د قراردادي شرکت د کړنو او د مزي د تسلیمولو د شته تجهیزاتو د چک او ارزوني په حال کي دې.

د یادولو وړ ده چي  د غزني تر کندهاره د  220 کیلو ولټه بریښنا مزی د پروژي د لیږدولو د پای ته رسیدو د تخنیکي مطالعاتو او د پروژي د پاتي چارو د ارزونو وروسته او د اړونده مراجعو څخه د بودیجي د منظوري وروسته به یاده پروژه  داوطلبي ته وسپارل شي چي د تدارکاتي مراحلو وروسته به فیزیکي کارونه پیل شي چي د پروژي د تکمیلېدو وروسته به غزني، زابل او کندهار ولایتونه د ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمن شې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۴
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۵۳
Background image

سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک عمومي کانال پاکاري ترسره شوه

سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک عمومي کانال د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په لارښوونه پاکاري او هغه موانع چې د اوبو بهیر له خنډ سره مخ کړی وو، لرې شول او همدارنګه د ‌استفادې نه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د تخنیکي او تقنیني اسنادو د څېړلو او د راتلونکي پراختیایي پروژو د لیست چمتوکولو په هکله ترسره شوه

دغه ناسته د پنج شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ ل لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۴ نېټه ، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر ریاست لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو. . .

بیرته تګ

User account menu