د غزني ولایت د باغچرې بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 90 سلنه بشپړې شوې دي
د غزني ولایت سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د باغچرې بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 90 سلنه بشپړې شوې دي.
