د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې ۱۷ سلنه پرمخ تللې دي

د غزني د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې ۱۷ سلنه پرمخ تللې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د بند ذخیروي وړتیا لوړه شي.