د غور مرستیال والي؛ د خلکو استازو او مدني فعالانو سره لیدنه
د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د ولسي جرګې غړې فاطمه کوهستاني، مرستیال والي حبیب الله رادمنش، د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان، قومي مشرانو او د غور ولایت يو شمېر مدني فعالانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په غور ولایت کې د اوبو رسونې شبکې، اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د متوسطو بندونو جوړول، چکډمونو او د برق د تحرفې قیمت ټيټولو باندې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د غور ولایت مسؤلینو او مشرانو ته ډاډ وخت کړ چې د اوبو رسونې شرکت سره په همغږئ به ډير ژر د غور ولایت د څکلو اوبو ته جدي پاملرنه کيږي.
همدارنګه، ښاغلي تکل زیاته کړه، هڅه کوو بریښنا شرکت سره په همغږئ په غور ولایت کې د بریښنا د تعرفې قیمت راښکته کړو.
