د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې برنامه پیل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۷
1

 د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست کارمندانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو محترم وزارت په هدایت د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن عظیم الشان د ترجمې برنامه پیل شوه.

د دغې برنامې په پیل کې د غور ولایت د اوبو او انرژي رئيس الحاج ملا رحمت الله آماني د قرآن کریم د مقام او د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت په هکله خبرې وکړې او له ټول پرسونل څخه یې غوښتنه وکړه چې د برنامې تر پایه پورې په معین وخت ګډون وکړي او د الهي کلام له فیوضاتو څخه عظمي ګټه واخلي.

د یادولو وړ ده چې په دغهٔ برنامه کې د النساء سورت، النور سورت، الاحزاب سورت ترجمه او تفسیر او د روژې مبارکې میاشتې فضایل هم شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu