د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د مالي ستونزو د هوارولو په پار " د بخش آباد خلکو" د بانکي حساب د جوړولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین او کفیل ښاغلي مولوي حیات الله مهاجر، د اوبو او انرژي وزارت رئیسانو او مسئولینو، د مالیې وزارت، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او د افغانستان بانک د استازو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د یاد بانکي حساب د جوړولو د میکانیزم د نهایي کولو، د هغه د اړوندو چارو د اجرا او د پیسو د راټولولو لپاره د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې ارزښت او د هغه ولایت دخلکو اړینه اړتیا د اوبو مدیریت ته د دې لامل شو چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې پروژې پاتې چارې چې د بند د آبګردان تونلونو کېندنه پکې شامله ده په لومړیتوب کې ونیسي او د ۶ لکه ډالرو انوایس په فوق العاده ډول منظور کړي، همدارنګه د پروژې د نورو مالي ستونزو د هوارولو لپاره یاد بانکي حساب رامنځته کول تنظیم کړي، ترڅو خلک هم وکولای شي د بخش آباد بند په پروژه کې د ګډون له لارې په یوه ډاډمنې او دوامداره سرچینې باندې پانګونه وکړي.
په ورته مهال، د فراه ولایت سپین ږیرو، سوداګرو او مشرانو د یاد بانکي حساب د جوړلو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د بخش آباد بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده، چې د موسمي سیلابونو د کنترول، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په موخه په لاره اچول شوې ده.
