د قرغې بند د محافظتي دېوال د بیارغونې جوړولو پروژه په نږدې راتلونکي ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي
د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د قرغې بند د محافظتي دېوال او د هغه د ترسب ګاه د پاکاري پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې په دې برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.
ټاکل شوې ده، چې نوموړې پروژه په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
