د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یونسیف دفتر له استازي سره وکتل
 
              د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل د خپل کار په دفتر کې د یونسیف دفتر له استازي سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې د کاري ساحو، د ورسپارل شویو دندو ، د اوبو او اوبولګولو له لارې د عمومي حفظ الصحې په برخه کې د یاد ریاست د طرحو او فعالیتونو په هکله خبرې اترې وشوې.
د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د اوبو او اوبولګولو فعالیتونو پورې اړوند لارو چارو له لارې د عمومي حفظ الصحې د رعایتولو په موخه خپل چمتووالی څرګند کړ او همدارنګه د یاد دفتر استازي هم په یاده برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
