د لغمان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته د پلان جوړونې او راپور ورکولو په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت له لوري د لغمان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته د پلان جوړونې او راپور ورکولو په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیر جان راشدي ددغه ورکشاپ په ترڅ کې د اولی الامر د اطاعت او د اداري سلسله مراتبو د رعایتولو د ارزښت په هکله وینا وکړه او له ټولو کارمندانو څخه یې وغوښتل چې خپلې ورځنۍ چارې دې د کاري پلانونو پر بنسټ سرته ورسوي.