د لورې بند د پروژې د پلي کولو په پار د تخنیکي همکاریو د ترسره کولو او د شاه توت للندر بند د چارو د بیا پيلولو په موخه د WAPCOS شرکت له استازي سره د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې په آنلاین ډول چمتو شوې وه، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د WAPCOS شرکت له استازي سره د کندهار ولایت په ارغستان کې د لورې بند د پروژې، د شاه توت للندر بند د چارو د بیا پیلولو او د دې وزارت انجنیرانو ته د وړتیا لوړونې پروګرامونو د رامنځته کولو په هکله خبرې وکړي.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په خپلو خبرو کې د افغانستان او هندوستان هېوادونو ګډو همکاریو ته په اشارې سره د سلما بند څخه یادونه وکړه او د یاد شرکت له استازي څخه یې وغوښتل چې د سلما بند ځیني تخنیکي ستونزو ته رسیدګي وکړي او همدارنګه د کندهار ولایت په ارغستان کې د لورې بند په پلي کولو کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي.
همداراز د اوبو معین د شاه توت للندر بند د ارزښت په هکله خبرې وکړي او د یاد شرکت له استازي څخه یې و غوښتل چې ژرترژره دې د یاد بند چارې بیا پيل کړي.
د WAPCOS شرکت استازي د شاه توت للندر بند د چارو د بیا پیلولو او د ارغستان د لورې بند پروژې په پلي کولو کې د تخنیکي همکاري لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د چارو د چټکتیا لپاره غوره ده چې ژرترژره د هندوستان له سفارت سره اړینه همغږي ترسره شي.
