د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سولې رېښې موسسې له ولایتي مسؤل سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۸:۴۲
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل د یاد ریاست انجنیرانو د سولې رېښې موسسې له ولایتي مسؤل سره وکتل او د اوبو د پروژو د غوره مدیریت په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې ښاغلي آخندزاده د اوبو د پروژو د غوره مدیریت او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په هکله خبرې وکړې.

په ورته مهال د یادې موسسې مسؤل په دې ناسته کې خپله همکاري  د اوبو د پروژو د غوره مدیریت په هکله څرګند کړ.

د یادې لیدنې وروسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې او د یادې موسسې انجنیرانو د لوګر مرکز اړوند د شاهي کانال، کوچي کانال، التمور د کلي کانال، منګوخیلو کانال او د الیاس خان کلا د کلي کانال سروې ترسره کړه او ډېر ژر به د یوه کانال لایننګ پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu