د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د لوګر ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د لوګر ولایت د ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، قومي مشرانو د اوبو په برخه کې د دغه ولایت دخلکو ستونزې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریکې کړې او په دې ولایت کې یې د اوبو د بندونو د جوړولو په ځانګړې توګه د کړومبي بند د جوړولو او د لوګر سیند د رسوباتو د پاکاري غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، ښاغلي آخندزاده د لوګر ولایت د ولسوالیو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنې به د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریکې کړې او په دې برخه کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
