د لوګر ولایت د 4 چکډم پروژو او د سرپل ولایت د 2 پروژو قرارداد لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۲۰:۵۷
74

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل د 17 میلیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د څلور چکډم پروژو او د 20 میلیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت د سرپل ولایت د 2 چکډم پروژو قراردادونه د ولسي جرګې غړو او د دغه ادارې يو شمېر رئيسانو په شتون کې لاسلیک کړل.

دغه پروژې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو د مدیریت او د سیلابونو د کنټرولو په موخه په لوګر او سرپل ولایتونو کې په لاره اچول شوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پروژو د قرارداد د لاسلیک پر وخت په اوسني وخت کې د اوبو دارزښت څخه یادونه وکړه او د اقلیم بدلون ته په کتو یې د اوبو د مدیریت او د سیلابونو د کنټرول په برخه کې د دغه ډول پروژو پلي کول اړین او ګټور ياد کړل.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازې عزیزه جلیس د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو قدرداني وکړه او له قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د يادو پروژو چارې په غوره کیفیت او په ټاکلي وخت تطبیق کړي.

په لوګر ولایت کې به د څلورو چکډم پروژو پلي کولو سره 2.5 میلیونه متر مکعب اوبه مدیریت او کنټرول شي؛ 910 هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي او 740 کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

همدارنګه په سرپل ولایت کې به د 2 چکډم پروژو پلي کولو سره 660 هکټاره ځمکه د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل شي چې 840 کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu