د مالي او ادارې عمومي ریاست د پېژندګلوي او ادارې ناسته

hafiz_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۱۲:۳۶
12

د اوبو او انرژي وزارت د مالي او ادارې عمومي ریاست  د رئيس او د یاد ریاست تر ادارې لاندې رئیسانو او کارکوونکو ترمنځ  د پېژندګلوي او ادارې ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت د مالي او ادارې عمومي ریاست رئيس ښاغلي حاجی محمدالدین" نیازي" له ټولو کارکوونکو څخه و غوښتل، چې ادارې قوانین ،اصول او په ادارې کې سلسله مراتب مراعات کړې او د مدیریتي چارو د ښه پلي کیدو  په برخه کې لا هڅه وکړې.

ښاغلي" نیازي" د مالي او ادارې عمومي ریاست  له ټولو رئیسانو او د یاد ریاست تر ادارې لاندې کارکوونکو څخه و غوښتل چې، د مراجعه کوونکو سره په اړېکه کې له نیکو او حسنه اخلاقو له رویې څخه کار واخلي او خپل ټوله هڅه دې مراجعه کوونکو ته د ښه خدمت رسولو په برخه کې په کار واچوې.

د یادولو وړ ده چې د بشري سرچینو ریاست، مالي ریاست، ادارې ریاست او د تدارکاتو ریاست د مالي او ادارې عمومي ریاست تر ادارې لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu