د محترم خان محمد تکل او محترم عبدالهادی ارغندیوال د مالېی وزارت نوماند او سرپرست وزير لیدنه

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۵ - ۹:۵۳
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل، نن ورځ ۱۵ د جوزا ۱۳۹۹ د مالېی وزارت نوماند او سرپرست وزير‌ ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او د افغانستان د بريښنا شرکت اجرائيوي رئيس ښاغلي احمد داود نورزي سره په مالېی وزارت کې وکتل.

د دغه ليدنې په پيل کې د اوبو دچارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس، انجينر خان محمد تکل د يادې ادارې په کړنو د فعالیتونو په ډول، په روانو پروژو او د هېواد د اوبو د مدیریت په څرنګوالي خبرې وکړې.

هغه په لنډ ډول د اوبو د چارو د تنظیم قانون، د اوبو د سرچینو مدیریت په اداره کې د مثبتو بدلونونو، تشکيلاتو ريفورم په تکمیل، د بين الوزارتي پرسونل او پروژو او د اړونده ادارو په وضعیت چې له امله یې د ادارو تر منځ وظیفوي تداخل رامنځته کېده معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه، چې د اوبو مدیريت د دغه ادارې یو له اساسي دنده څخه دی او موږ ژمن یو چې په ښه توګه یې مديریت کړو او هڅه کوو چې اوسنیو ننګونو ته په کتو يوه مناسب لار ورته وګورو.

هغه د اوبو د سرچینو د مدیریت نوي طرحه شوی پنځه کلن پلان څخه چې په دې وروستیو کې ترتیب شوی يادونه وکړه په کوم کې چې د هېواد د اوبو په سترو برنامو ټينګار شوی.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي احمد داؤد نورزي، د اړوندې ادارې د کړنو او فعالیتونو په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان برېښنا شرکت اساسي دنده برېښنا رسونه او د برېښنا د چارو مدیریت او تنظیم دی او له نېکه مرغه د افغانستان برېښنا شرکت او د اوبو د چارو د تنظیم ملی ادارې ترمنځ ښه همغږي شتون لري.

په دغه لیدنه کې د مالیې وزارت تخنیکي ټیم د ځینو ډونرانو په هکله د اړوندو ادارو د مختصو فعالیتونو او مشترکو دندو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان برېښنا شرکت او د اوبو د چارو د تنظیم ملی اداره په دې مسئله کار کوي او هره اداره به د ځانګړو دندو په اړه به ډونرانو ته اړین توضیحات ورکړي.

په اخر کې مالیې وزارت سرپرست وزیر وویل، چې د اوبو مدیریت د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی او د اوبو د چارو د تنظیم ملی اداره دي په دې مسئله کی بشپړه پاملرنه او په دقت کار وکړي او مالیې وزارت به د بودیجې په چمتو کولو کې لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu