د مرکز ګردېز د شيخانو سيمې د سيلاب او وچکالۍ تر ګواښ لاندې سيمو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند د شيخانو په سیمه کې د سيلاب او وچکالۍ تر ګواښ لاندې سيمو او د اوبو سکتور د پروژو د بهبود له لارې د بيړنيو بشري مرستو رسولو پروګرام لپاره د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ډلې لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.
په ياده سيمه کې د يو کانال او سربند، د څلورو چکډيمونو، د درېيو اوبو حوضونو او يوې چينې تخنیکي سروې بشپړ شوه.
ياده دې وي چې، د سروي شويو اوبو تاسيساتو په جوړولو سره به پورته ياد شوي هدف ته ورسيږو.
