د میدان وردګ سیندیزې حوزې رئيس د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د ولایتي انرژي کمېتې د رئيس په توګه وټاکل شو
یاده ناسته چې د میدان وردګ سیندیزې حوزې د غونډو په تالار کې د اړوندو ریاستونو د استازو په ګډون ترسره شوه، د میدان وردګ سیندیزې حوزې رئيس د ولایتي انرژي کمېتې د رئيس او د اقتصاد رئيس د کمیټې د سکرتر په توګه وټاکل شول.
همدارنګه په یاده ناسته کې د کمیټې د تشکیل او راتلونکو پلانونو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.
