د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالي کې د برېښنا د تولید بند د فابریکې پروژه پرانیستل شوه
دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د میدان وردګ والي محترم قاري بختیار معاذ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس محترم مولوي محمد حنیف حمزه، د افغانستان د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسؤلینو او د چک ولسوالي د مشرانو په ګډون یې چارې نن پرانیستل شوې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال د هغې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.
په ورته مهال، د میدان وردګ والي هم د دغې پروژې پلې کول د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي د خلکو لپاره یوه ارښتناکه لاسته راوړنه وبلله.
همدغه راز، د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني هم د برېښنا ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین په هېواد کې د برېښنا د تولید پراختیا ته ژمن دي او په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.
د یادونې وړده، چې اوسمهال د دغې پروژې لپاره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري ۱۶۴ میلیونه افغانۍ بودجه منظوره شوې ده او په راتلونکي کې به ۲۵۰ میلیونه افغانۍ بودجه نوره هم ورته منظوره شي.
د دغې پروژې پلي کول چې ۱۸ میاشتې وخت به واخلي، د چک- وردګ د برېښنا د تولید بند فابریکه به د 3.9 مېګاواټه برېښنا په ټولېزه وړتیا فعاله او همدارنګه په چک ولسوالي کې به د سب سټیشن جوړول او د برېښنا د لېږد مزي پروژه هم پلي شي.
