د ننګرهار سیندیزې حوزې او د UNDP مسؤلینو د اوبو پروژو د غوره پلي کېدو په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ورسره مل د یاد ریاست یو شمېر مسؤلینو د UNDP د ختیځ زون له رئيس ښاغلي اناتولي او مل پلاوي سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس په ختیځ زون کې د یاد سازمان رئيس ته د اوبو د مدیریت په برخه کې د خپلو پلانونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او له هغه څخه یې و غوښتل چې د اوبو د مدیریت په برخه کې پراختیايي پروژې د سیندیزې حوزې په همغږي سره پلي شي.
په ورته مهال، د یاد سازمان رئيس د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس سره ژمنه وکړه چې د اوبو د مدیریت په برخه کې به ټولې پراختیایي پروژې د یادې حوزې په همغږي سره پلي شي.
