د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د ګرداب او ګرباوي سیمې د بولدروال تخنیکي سروي ترسره کړه.
د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د بټې کوټ ولسوالۍ د ګرداب او ګرباوي سیمې د بولدروال تخنیکي سروي پای ته ورسول.
د دې بولدروال په جوړېدو سره به ۲۰۰ هکتاره ځمکه د سیلابونو د خطر څخه و ژغورل شي او همدارنګه ۱۲۰۰ کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول به د هغې ګټو څخه برخمني شي.
د یادولو وړ ده، چې دا سروي د قومي مشرانو په غوښتنه او د ولایت مقام او ولسوالۍ په همغږي سره ترسره شوه.
