د ننګرهار ولایت د کامې پله د هایدرومیتیولوژي کیبلوي اسټیشن د اوبو د جریان اندازه معلومه شوه
د اوبو او انرژي وزارت د کابل سیندیزې حوزې عمومي او د اوبو زیرمو عمومي ریاستونو ګډ تخنیکي ټیم ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کامې پله دهایدرومیتیولوژي کیبلوي اسټیشن د اوبو جریان معلوم کړ او د یاد اسټیشن د اړتیا وړ وسایل چې ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لرل، و څېړل.
د اوبو او انرژي وزارت دا تخنیکي ټیم ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کامې پله د هایدرو میتیولوژي کیبلوي اسټیشن د اوبو د جریان د معلومولو ترڅنګ، د اړوند ریاستونو نوې ګمارل شویو انجنیرانو ته د اوبو د جریان اندازه ګیري، د ارقامو را ټولولو او د سنسرونو د څرنګوالي د فعالیت ډول په نظري او عملي بڼه وښودل شو.
