د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دوو شرکتونو ته د برېښنا د تولید او وېش جوازونه ورکړل شول

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۶:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د مارکیټ حقوقي رئيس ښاغلي مولوي نورالله حکمت د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د تولید او وېش څلور جوازونه د قانوني پړاوونو تر وروستي کولو وروسته د اجمل عرب او رڼا اتفاق شرکتونو ته ورکړل.

د یادو جوازونو په اخیستلو سره د رڼا اتفاق شرکت د ۵۰۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید او وېش او د اجمل عرب شرکت د ۴۲۰ کیلو واټه برېښنا د تولید او وېش اجازه لري.

د یادو شرکتونو له لارې د برېښنا رسولو خدمتونو په وړاندې کولو سره به د جلال آباد ښار ګڼ شمېر اوسیدونکي د برېښنا له ګټو څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu